.... غـــــزل ....
څـه د شونـډو پـه سرونـو غږیده
نـن خـو ډیره پـه نازونو غږیده
د حیا نـه یی سرونه ټیټ نیولـی
جینی باغ کـې پـه ګلونـو غـږیده
ویل کییدم پـه زنـه کـه په ټـنـډه
ایینې تـه پـه خـالـونو غـږیـده
اسمان ستوری سپوږمۍ ورځ او شپه
د الــــلــــه پـه قـدرتـونـو غـږیـده
توری زلفی یی ستایلی د حسینو
شیخان هم پـه ښایستونو غږیده
شعر کې تا وکړو کمال فراق منګله
زمـانـه دی پـه شعرونـو غـږیـده

No comments:
Post a Comment