Tuesday, January 31, 2023

poshto best gazal


 یم نـاقرار دیو چـا عـشق کې بـې سـکون ګرځمه

زه یې په مینه کې مجنون غوندي جنون ګرځمه


خــپل جــنونـتوب لـره کــوم دتـسـلـیـت خــبري

خـیر دی وصـاله که ملـګری دبــــــیلــتون ګرځمه


 هــجر یـې واخیـسـتل زمـا له ژونـدانـه خوندونه

شـپه تـر سـهاره یې لـه غم سره شـبخون ګرځمه


نـن کـه پـراته مي پر څهره د سـتومـانۍ نښي دي

زه یـې په عشق کـې لَالَــهانـده لـه پــرون ګرځمه


زمـا او دیـار میـنـڅ کې څوکاله واټـنونـه پـراتــه

زه پـه عجـم کې لـه فراقـه یې محـــزون ګرځمه


زه سعیدمل:یمه ډیرخوښ یې په سپیڅلې مېنه

وربــانـدي ویاړمـه تري هـروختي مــمـنون ګرځمه



Monday, January 30, 2023

poshto poetry/poshto best gazal


 اولګيدو شر قيصه خرابه ده

مه ګرځه بهر قيصه خرابه ده


لوږه پکښي حد ته رسيدلي ده

اؤ د پيښور قيصه خرابه ده


پيغلي په روټي پسي سرتوري ځي

نوره د څادر قيصه خرابه ده


يو حال دي ملنګه خدائي دي خير اوکړي

مه ډبوه ور قيصه خرابه ده


مينه دي د ځان سره سمباله کا

اوس پکښي د سر قيصه خرابه ده


چک به لګوي خو چه په چا به وي

راشه د نهر قيصه خرابه ده


دا ځلي به مونځ ته هم په لنګ کښي ځو

ځويه د اختر قيصه خرابه ده


لوږي که پښتون لږ نور کمزوري کړو

ستاسو د برګر قيصه خرابه ده


کيناسته مرغي چه د بجلي په تار

غره کښي د نښتر قيصه خرابه ده


اوس خو په محنت هم د چا نه کيږي

اوس خو سراسر قيصه خرابه ده


کور سره ئي ګنړ غوندي کسان وينم

ښکاري د منظر قيصه خرابه ده



Sunday, January 29, 2023

poshto poetry


 د شنو لښتيو دواړو غاړو ته پر پوله ناسته

د کلي، چم انډيوالۍ پسې مې ﺯړه خفه دى


کال کې به يو کوچني اختر ته مونږ جامې کولې

ژونده هماغه غريبۍ پسې مې ﺯړه خفه دى


Saturday, January 28, 2023

poshto poetry

 

غزل

غم په مخه کړی یمه ورکي رانه چاري دي
درد دبیلتانه ځپلي هيلي مي بیماري دي

زغم یې نشي تاب د دومره درد نه لرم څه وکړم؟
وژني مي په ما د چا دیاد څه درانه واري دي

خم شومۀ په ملا باندي د زړۀ له زوره ولویدم
ډيري اندیښنې مي د زړګي په اوږو باري دي

ډیره موده وشوه چي د میني رنځ نیولی یم
أوښکو مي ګریوان ته کړي لاري لاري لاري دي

سرې لکه د وینو دي شبګیر وهلي سترګي مي
تاپسې جانانه تږې شوي دي خـماري دي

نه لیکم خو ولیکم درمل عرفان د زړۀ کلام
ستا د هجر څړیکي زور وري دي بې ساري دي

Thursday, January 26, 2023

poshto best poetry


 ‏زه دې حالاتو کړم په داسې غـــــــم اخته جانانه

زما نه هېــــــــــــــــــره شوه سندره او ټپه جانانه


د ژوند کيسه په لنډو ټکو کـې بس داسې ده چې

نه مې شوه ورځ چرته بې غـمه او نه شپه جانانه


زه لېونی يم پته نه لګي چـــــې کلــــــــــــه راځم

د کور ډيوه دې ټوله شپه بله ســـــــــــــاته جانانه

poshto gazal


 


د دوزخیـانـو لِسـټ کښـــــــــــــــــې ټـولـو نـه اول دیخـوا کـه

حـاجـي رادیخــــــــــوا کـه، مُـولا دیخـوا کـه، غـل دیخـوا کـه


ستـرګـې راپـورتـه کــــــړه جـان، زلفـې دې ول ول دیخـوا کـه

هلـه مـــــــــــــــــــــــــړ کیـږم کنـه، زر کـوه دُرمـل دیخـوا کـه


د خـوشحـالـۍ شپـه لکــــــــــــه د مـړي پـهٔ مـونـږ مـه تيـروۀ

ربـاب راسـور کـه، غــــــــــــــــــزل اُووایـه، بـوتـل دیخـوا کـه


چـې دې خبـــــــــــره سپینـه کـړې نـه وي تـلـے نـه شـې جـان

نـن مکمــــــــــــــــــــــل مـې اخـوا، یـا مـې مکمـل دیخـوا کـه


تـه ئـي نـور څـۀ کــــــــــوې چـې څـوک ده د چـا لـور ده یـاره

بـس خـو چـې ښکلـي ده نـو بیـا ئـي پـهٔ څـۀ چـل دیخـوا کـه


شـاعــــــــــــــــــــري څـۀ ده مـلا جـانـه خـو د ښـکلـې جینـۍ

کلـــــــــــــــــــــــــــه اُوربـل اخـوا کـه، کلـه اُوربـل دیخـوا کـه

Wednesday, January 25, 2023

دپښتوغزل poshto gazal


.... غـــــزل ....

 څـه د شونـډو پـه سرونـو غږیده

  نـن خـو ډیره پـه  نازونو  غږیده


 د حیا نـه یی سرونه  ټیټ نیولـی

  جینی باغ کـې پـه ګلونـو غـږیده


   ویل کییدم پـه زنـه کـه په ټـنـډه

   ایینې  تـه  پـه  خـالـونو  غـږیـده


اسمان ستوری سپوږمۍ ورځ او شپه

 د  الــــلــــه پـه قـدرتـونـو غـږیـده


  توری  زلفی یی  ستایلی د حسینو

  شیخان هم پـه ښایستونو  غږیده


 شعر کې تا وکړو کمال فراق منګله

  زمـانـه دی پـه  شعرونـو غـږیـده

poshto poetry


‏زه دې حالاتو کړم په داسې غـــــــم اخته جانانه

زما نه هېــــــــــــــــــره شوه سندره او ټپه جانانه


د ژوند کيسه په لنډو ټکو کـې بس داسې ده چې

نه مې شوه ورځ چرته بې غـمه او نه شپه جانانه


زه لېونی يم پته نه لګي چـــــې کلــــــــــــه راځم

د کور ډيوه دې ټوله شپه بله ســـــــــــــاته جانانه

Tuesday, January 24, 2023

poshto poetry


 په هـــــــغه ټولو  تصویرونو  بانــــــدې اور    لګوم

ســــــــتا  د  مودو  مودو  یادونو  باندې  اور  لګوم


ارمان  ارمان  کې  عــــمر تېر شو پوره نه شو ارمان

نور  مې  د  ژوند  په  ارمـــــانونو  باندې  اور لګوم


موږ چې لیدلي  وو  بېداره  شو عـــبس خوبـــــونه

نور  مې د خـــــوب  په  تعبیرونو  باندې اور لګوم



poshto best gazal


      

      ما سره بې ياره سړى نه کېني

      دلته دې بې کاره سړى نه کېني

      

      اى ځوانه! د ښار خويونه مه کوه

      چم دى څوک په لاره سړی نه کېني

      

      بيا به شي د مينې کيسې ډېري دي

      ياره! تر سهاره سړی نه کېني

      

      مينه کې خو هر څه ته خلک غاړه ږدي

      داسې ژر د واره سړى نه کېني

      

      نه کاتبه! دا سړى مئېن نه دى

      ګنې په قراره سړى نه کېني

      


    

poshto gazal


 غزل

ــــــ

شرطونو حسابونو ته اشنا ضرورت نشته

پۀ مینه کې هرګِز د انتها ضرورت نشته


جالب لرمه خوی پۀ دې ملنګه زندګي کې 

چې زۀ دې پکار نه یم هم داستا ضرورت نشته


پۀ داسې نا معلومه ناروغي باندې اخته یم 

چې ماته د طبیب او د ملا ضرورت نشته


د زړۀ په بدله کې چې بل زړۀ نۀ پیداکېږي 

نو خود پۀ دې بازار کې د سودا ضرورت نشته


تا ولې نن پۀ ماباندې عاید کړل بندیزونه 

تۀ څۀ وایې بېګا ته د سبا ضرورت نشته


د زړونو مسله ده د قاضي خبره نۀ ده

زما او ستا ترمنځه د بل چاضرورت نشته


همدامې ده کافي چې بې سلامه پۀ ماتېر شې

بس نوره احرارجانه د سزا ضرورت نشته



poshto best gazal


 زه يې د تلو په لار كې ناست يم دا په بله راځي

بيا څه زړه چودی انتظار دی يار به كله راځي


بلا شيبه وي د ګودر په تماشه ملګرو

دغه ملا ته ستاسو خيال وي چې مانځه له راځي


ما د لحد په غاړه كېږدئ لا مې مه خوزوئ

هغه كوچې به مې ليدو له د كابله راځي


دا لا تر اوسه ماشومان دي په دې نه پوهېږي

خداى خبر عقل به زما په قام كې كله راځي


ما چې راويښ كړي ټوله شپه مې په سلګو ژړوي

ته چې پښتو كوې نو ياد د اشنا څۀ له راځي


تا چې راوړي وو زما په مړوندونو تنګ وو

هغه بنګړي مې اوس اتله تر څنګله راځي


Monday, January 23, 2023

دپښتو غزل poshto gazal


 لګي   پرې   نرۍ   نرۍ   هوا   راژوندے   کېږي

ما خو درته وې چې ژوند به بیا راژوندے کېږي


دا  مئین  عجب  غوندې  رنځور  د  توجه  دے

مري   په   دوایانو   بې   دوا   راژوندے   کېږي


ماته   پرونۍ   ورځې   یو   دا   وصیت  پرېښود

څوک به نن ژوندے وي څوک سبا راژوندے کېږي


خدائیګو  که له هیچا دل سوخته دے مرور دے

هغه   د  خپل  زړۀ  نه  ناپخلا  راژوندے   کېږي


ستا  قېصر  به  خامخا  ستا  غږ ته ځواب درکړي

تۀ   خو  خپله   غاړه   کړه   ادا  راژوندے   کېږي

                              

                             

Sunday, January 22, 2023

poshto gazal


 


سر دې په صحرا کړمه په ياد لره

څنګ نه دې جدا کړمه په ياد لره


خلک دې په ما ټول بد ګمانه کړه

سمه دې رســوا کــړمه په یاد لره

 

سترګو کې مې سپینې اوښکې وګوره

تاپسې ژړا کــړمه په یاد لره


دومره ستمونه په چا څوک کوي

تا خو زه تباه کـړمه په یاد لره


زړه که دې پړق وچوي له خفګانه هم 

خدای که دې پخلا کړمه په یاد لره


ځان ته یو تــعویز د صبریدلو زه

ځم په کوم مــلا کړمه په یاد لره


نور درپسې زه سلګۍ زړه نه خورمه

هر وخت به خندا کړمه په یاد لره



Saturday, January 21, 2023

دپښتوغزل poshto gazal




...................... .......« غزل »............................... 


دا مې د ځان سره زياتے او که انصاف کړے دے

چې مې د  خپل جرم په خپله اعتراف کړے دے


خلق که هر څۀ وايي جانان پسې پروا يې نشته

ما يې  اقرار  د  محبت صاف و شفاف کړے دے


خداېزده چې ولې مې دا مينه په نفرت بدلېږي؟

ګني  د هر  زړۀ  د  حرم  خو ما طواف کړے دے


نۀ  خوري سمون  مې د مزاج سره د کلي رواج

دلته   انسان   د   محبت  نه  انحراف کړے دے


دې ځينو ځينو نه به ربا فنا چرته وړمه

ما خو مسجد ته هم خپل نيت د اعتکاف کړے دے


هسې نه شمار شم ظالمانو کښې په دې خبره

د خاموشۍ مې په دې چم کښې ښۀ اصراف کړے دے


راځئ چې ورکې کړو ګيلې چې يو بدن شو وروڼو

مېنځ کښې مو غېرو تل سازش د اختلاف کړے دے


د بيت الله غوندې چې چا ځان ته عزت خوښ کړے

د پت د پاره تل هغو جونو غلاف کړے دے


چې مې له قدره ګرځول پاس د باڼو په څوکو

"مجبوره" هغو مې په زړۀ کښې تل شګاف کړے دے


Friday, January 20, 2023

دپښتوغزل poshto gazal


 وئيل مې! يارانې دلته کښې څومره بې معنې دي

وئيل ئې! د دې ځينو خلقو دغه بهانې دي


وئيل مې! ساقي نۀ څکمه شراب خدائے حرام کړي

وئيل ئې! خوښه خپله کوه دا څو پېمانې دي


وئيل مې! په جنت وطن کښې مري اولس له لوږې

وئيل ئې! تا چې وې په دې وطن کښې خزانې دي؟


وئيل مې! د دې خاورې شهيدان به اخر څو وي؟

وئيل ئې! حساب نۀ لري بې شمېره يې نامې دي


وئيل مې! د مظلوم ازار ضم شوے په فلک کښې؟

وئيل ئې! ړنګې کړې د ظالم  پرې خدائے خانې دي


وئيل مې! تۀ هم اوس هغه شان نۀ يې کنه جانم

وئيل ئې! لازمي چې مينځ کښې تېرې زمانې دي


وئيل مې! رياست په مونږه څومره لوبې وکړې

وئيل ئې! د دې خلقو په خلو اوس هم ترانې دي


وئيل مې! له ما نۀ کېږي دا سوال منت زاريانې

وئيل ئې! د دې ښار مګر مختاجي يارانې دي


وئيل مې! دغه کس لمحه لمحه له کربه ژاړي

وئيل ئې! چا ليکلي دا بې نومه افسانې دي؟


وئيل مې! جواد ستا د هېرؤلو په کوشش کښې

وئيل ئې! لټولې منم ټولې مېخانې دي

Thursday, January 19, 2023

poshto new gazal/poshto best gazal


 اوس لاچي لونګ ته عزل نه لیکم 

اوس بوټي د بنګ ته غزل نه لیکم 


اوس مې دقرآن توري په زړه کې دي 

اوس د بنګړو شرنګ ته غزل نه لیکم 


اوس مې دګلاب سره یاري جوړه 

اوس د وینو رنګ ته غزل نه لیکم 


اوس مې تورې زلفې خپلې کړي دي

اوس د رباب ترنګ ته غزل نه  لیکم 


اوس د امن  غیږ  کې تیرومه  ژوند 

اوس نو میرات جنګ ته غزل نه لیکم 


اوس دی غنم رنګ راته له هرچا ګران 

اوس هریو بدرنګ ته غزل نه لیکم 


اوس مې حقیقي لاره  موندلې ده 

اوس  هغه ملنګ  ته غزل نه  لیکم 


اوس لکه سپين غر  په  لاره  سم یمه 

اوس نو شوخ اوشنګ ته غزل نه لیکم




Wednesday, January 18, 2023

poshto poetry

په رنـځ باندى اخته مى شو زړګى دچاله غمه

ګـرځــيـږم پــه بـديـالکه شپونکى دچاله غمه


دژوندپه اميدومى خاورى واوښتى تنهاشوم

اوس څيري ګريوان ګرځم ليونى دچاله غمه


زنـګــيـږم رازنـګـيـږم همـيشـه دفـکـرټـال کى

دخيال په سـيـن لاهوشمه ژوندى دچاله غمه


چناره اوس دى سورى ته دمه هـم مزه نکړي

بى خونده مى دزړه مــازديـګـرى دچاله غمه


اوس نکوي پخوا په څيرمسکاګـودرپه غـاړه

پيغلوټولاس کى مات شولومنګى دچاله غمه


*حافظ هِلال* پـه تـار باندى پيلي دغـم کرښى

اخــر ورتــه خـفـه شـي يـوسـړى دچاله غمه


       

 

Tuesday, January 17, 2023

poshto da mor bara ky gazal /poshto best gazal


 مور


ما له هر مشکل ساتي، ستا د خولې دعا مورې

تا دې رب ژوندۍ لري، ماته په دنیا مورې


غېږ کې دې لوی کړی یم، تا ډېر نازولی یم

تاته دې الله درکړي، احسن الجزا مورې

 

مورې ته راحت زما، مورې ته جنت زما

ته یې خوشحالي زموږ، ته د کور ښکلا مورې


دا که مې په وس کې وای، ستا که زیاتېدی ژوندون 

ما به دربښلې وه، خپل د وجود سا مورې


ورک دې شي غمونه ټول، ستا د ژوند دردونه ټول

ته دې تل خوشحاله وې، اوسې په خندا مورې


Monday, January 16, 2023

poshto gazal/poshto/best gazal


 دعــشــق په سـره انګار سـوى پتنګ يمه اشنا

جانانه ســتــادمـيـنـي مـست ملـنګ يمه اشنا


دمـيـني پـه بــازارکى مسته مـيـنـه خرڅومه

طالب جان خـوشـبـودار لـکـه لونګ يمه اشنا


وهـلى مـى پـه سـردى تـور پـګـړى دانه وانه

روان پـه سپـيـنـه لاره ړنګ او بنګ يمه اشنا


طالب يـم غـرور نـکـوم نـړۍ مـى کـړله ماته

دوښــمــن لره پيغـور دخـطـر زنـګ يمه اشنا


نـصـرت دالاهـي پرورديـګـار راسـره مـل وو

نوځکه اوس په درستـه نـړۍ دنګ يمه اشنا


طالبه رغــيــدوتـه اړتـيـا لـرم سـتـاوطـن يم

لـه ډيـره وخـتـه زه پـه ويـنـو رنګ يمه اشنا


غماز رقـيب سوځيږي په ليدو داستاګـرانکه

روان *حافظ هِـلال* چى ستاترڅنګ يمه اشنا


    

Sunday, January 15, 2023

poshto best gazal /poshto/gazal


 غزل


کـــــــــه جـامـي مـې د بخمـل دي خـو د بـل دي

انـدامـــــــــونـه پـکښـې خپـل دي خـو د بـل دي


د ملګــــــــــــــــــــرو نـه پټيـږم پـۀ اختـر کښـې

قیمتـي زمــــــــــــــــــــا چپـل دي خـو د بـل دي


زمـا نـوم ســـــــــــره ئـي هسـې نـوم بـدنـام دي

شنـه بـاغــــــــــــــونـه د کابـل دي خـو د بـل دي


بنګـړي ګـــران دي کـه ارزان دي خـو ستـا نشتـه

کـه پـۀ شــــل دي کـه پـۀ سـل دي خـو د بـل دي


او منـــــــــــــــم چـې د ليـلا ستـرګـې کمـال دي

بـې مثـالــــــــــــــــه بـې بـدل دي خـو د بـل دي


کـــــــــــه کاتـۀ ئـي پـۀ تـرتيـب دي د رقيـب دي

کـه ويښتــــــه ئـي ول پـۀ ول دي خـو د بـل دي


زۀ شلیـدلـي کـټ کښـــې سملـه ستـوري شمـاره

کــــــــــه خـوبـونـه پـۀ څنـګل دي خـو د بـل دي


کـه اوربـل کښـې ئـي سپـرلـي دي خو پـردي دي

کـــــــــــــــــه لبـان غـزل غـزل دي خـو د بـل دي


منظـــــــــــــــر هسـې د سـاقـي لاسـو تـه ګـوري

کـه پـۀ جــــــام کـه پـۀ بـوتـل دي خـو د بـل دي


Saturday, January 14, 2023

د پښتو غزلposhto Gazal /Gazal /poshto


 غزل


یـو څوک مې پۀ دې زړۀ کې اوسېدۀ لکه دا تۀ

هــــر وخت راسره څنګ کې ګرځېدۀ لکه دا تۀ


دا ســــــتاپشان یې تل راته کاتۀ په مینه مینه 

زمـــــــــــــــــاپه دیدن هیڅ نه مړېدۀ لکه دا تۀ


په مـــــــــینه کې مې داسې لیونی وو یو سړی 

مجـــــنون غوندې په ځان نه پوهېدۀ لکه دا تۀ


زمــــــا به پرې زړګی بیخي ډاډه وو د زړۀ سره

چـــــــــې خواکې به مې کله وو ويدۀ لکه دا تۀ


یــو څوک د چا په مینه د لمبو غېږه کې ورک ؤ

د شـــــــــــمعې پشان ورو ورو ویلېدۀ لکه دا تۀ


لـــــــه ګل ځیني نازک وو په زړګي کې اوسېدۀ

پـــــــــــــــــــــه نه خبره تل خفه کیدۀ لکه دا تۀ


{میرویسه}د غمونو په جېل خونه کې بندي وم

چـې شپه به شوه خوږ یاد به دې راتۀ لکه دا تۀ

Friday, January 13, 2023

Poshto poetry/poshto/poetry

 

غزل

نور خو بس انکار کومه ستړی شوم

څو  به  انتظار کومه ستړی شوم


خدايه د هر چا سترګو کې اوښکې دي

غم به د کوم يار کومه ستړی شوم


هر څوک د دوستۍ په نوم دوکه کوي

څو  به  اعتبار  کومه  ستړی شوم


نوم به د يو  ښکلي په خوله وانخلم

ژوند په سره انګار کومه ستړی شوم


هيڅ  په  منتونو  مې  پخلا نه  کړ

نور  ورته  ازار  کومه  ستړی شوم


نه راځي د زړه ټکور مې نه راځي

هسې د شپو شمار کومه ستړی شوم


لارې  ېې  نصرته  نورې نه څارم

ځمه ترې خپل کار کومه ستړی شوم

Thursday, January 12, 2023

poshto funny tappy /tappy/best tappy/funny tappy





*څوک چې په مینه کې ناکام شي*😿

             *بیلچه دی واخلي خپل لښتي دی پاکوینه*😅


*که په سنګر کې شهید نه شوې*😛

           *که کور ته راغلې بیا دی زه شهیده وومه*😋


*جانانه ته خو داسې نه وې*🙋

                  *د پلار لغتې دی ضرور خوړلې دینه*🚶


*جانانه دومره راته ګران یې*👄

                     *چې ته روان یې زه لغتې درکومه*👯


*کور یې په کلي کې معلوم دی*🏢

            *په دیواله یې خوشیان تپلي دینه*🌑🌑


*یاره په ګوټ کې راښکاره شه*👩

            *تا ته مې جیب کې شنه نصوار راوړي دینه*🌵


*بیلتون ټوپک شو راته ډک شو*🔫

       *ناڅاپه ټک شو په نصوارو یی وویشتمه*😛


*جانانه ستا د سفر غږ شو*✈

        *زړه❤مې راډک شو ښه سم ډیر وټوخیدمه*😲😆


*پخوا د سعادت یارانې وې*👭🎎

            *دا اوسني عاشقان چرګې پټوینه*🏃🐓


*که نصیبونه خرڅیدلی*💗

            *مابه دا خپل په کباړي خرڅ کړی وونه*🚴


*جانانه ستا په جدایې کې*🙎   👰

         *د ورځې ګرځم د شپې کړمه خپل خوبونه*🏃


*ما ویل سلام به ورته وکړم*🙋

       *چې لاس مې پورته کړ سایکل نه ولویدمه*🚲


*جانانه ستا پیغور یې راکړ*🙍

       *خښته ته مې پورته کړه خو خلکو ونیومه*🍞👪


*هلک چې ځوان شي ژورنالیست شي*🚶

      *انجونې چې پیغلې شي څپیاکې دی تپینه*💃


*باران د لس ورځې وریږي*☔

        *نه مې ماشوم شته نه د خواښې کره ځمه*👬


*ستا د دې مړو سترګو نه ځار شم*🙎

        *لکه بزه چې په کړکۍ کې وګورینه*🐐


*په جدایې دی خفه نه یم*🚶   👸

       *خفه په دې یم چې زرنج کې دې بوځینه*🚴


*مکتب ته ځم راپسې راشه*🏠

         *ما په بکسه کې امچورې راوړیدینه*💼💌


*زما زکام زکام جانانه*👃👃😷😷

        *کپکول کپکول درته کیدم ودی خوړمه*🍬🍬


*جانانه ستا پیغور یې راکړو*😜😜

       *چې کور ته راغلم په تشناب کې پریوتمه*🏪🙇


*د خنداګئ به ورته شین شې*😂😂

       *که دی زما د رقیب ولیدل غوږونه*👂👂




 

/poshto/poetry/د پشتو شېرونه


 زه کله د الفت د عظمتونو نه منکر وم

زه کله د خایست د کمالونو نه منکر وم


زما په برخه کله لیواني غمونه نه وو

زما په لمن کله د تهمت داغونه نه وو


زه کله باغي نه وومه،خودسره میئن نه وم

زه کله زما ګرانه،د زړه سره میئن نه وم


زه تل د محبت د عظمتونو ثناخوان یم

زه ټول عمر په دې ګناه د ژبې اویزان یم


زه اوس هم د سپرلي د راښکالو نغمه کوومه

زه اوس هم زندګي د محبت په تار تړمه


خو دا څه اوشو چې داسې یریدلې يی اوتر يې

ما هم یروول غواړې، لیوانې يې زوره ور يې


زه څه اوکم، ستا اومنم، د ژوند نه لاس په سر شم

د مینې نه توبه اوکم، د مینې نه منکر شم


نه نه، زما نه نه کیږي، دا نه کیږي، دا نه شي

زما لمن دې چرې په دروغو پاکه نه شي


زما زړه دې همیش د محبت په ګناه تور وي

زما په نوم دې دغسې یو زر الزامه نور وي


ته ځه ورځه چې تا ته پکښې پیښه نوره نه شي

زما په الزامونو دې لمنه توره نه شي


زما مینه خودسره ده ،باغي ده، تاواني ده

زما ژوند لا تر دې ورځي بیللې جواري ده 



Poshto best poetry


 د مـــــکان ته ځـي، راځـــي خـو! پـه ور نه!

يار د زړۀ کلـــــــې کوي، د نظــــــــــــــــــر نه!ي


پښتـــــــنه  مينه پوهٸيـــدم د بنګــړو بار وو

ما د زړۀ په اوګـــــــو راوړو په ســـــــــــر نه!


ستا وحشت د قيئس جنون سره سيالي کړي 

خو د خېــــــــال پۀ بېابان کښې باهـــــــر نه! 


مالــــــه مينه د پتنـــــــــــګ پشــــــان رانغله

د ځيګــــــــــــــــر سيـــــــزل راځي، د وزر نه!


وختـــــه دا دې لا څه لوبــــــې دي راغستي

چې ماښام راســـــــــــره پلـــى، سحـــــر نه!


ګورې نه؟ چې وخت د لــوړې نه پۀ داؤ دې 

اوس بۀ مينه کښې تلــــوار کړې صبـــــر نه! 



Poshto poetry


 ژوند به مې بدل شي او قــصې به نورې نورې شي

څه به وشي؟   ســـتا د محبت تور که راپورې شي 

څه به وشي ســـــتا په عاشقانو کې حساب که شم
ما باندې به هــــم ستا د خواږه محبت سیورې شي 

زړه بې محــــــــــــــــبته لکه کاڼی د سحــــرا داسې
ژوند بې محبته خــــــو دې هسې په اور پورې شي 

هـــــــــلته به دیدن ستا د سپیڅلي حسن وکــــړمه
سترګې م که سـتا د دروازې په خاکروب تورې شي 

لاړ شم مـــــــدینې ته صحابه وي او جانان مې وي
سر چې کړم را پورته ټولې هـــیلې م نسکورې شي 

څوک چې ستا له پاکې او خــوږې مینې انکار کوي
هغه زړه دې وچــوي هغه سترګې دې شبکورې شي 

غــــــــــواړي له (عاکف امارتي) نه د جانان سترګې
هسې یې دا هــــــــــــیلې عجيبه کله سرزورې شي