سر دې په صحرا کړمه په ياد لره
څنګ نه دې جدا کړمه په ياد لره
خلک دې په ما ټول بد ګمانه کړه
سمه دې رســوا کــړمه په یاد لره
سترګو کې مې سپینې اوښکې وګوره
تاپسې ژړا کــړمه په یاد لره
دومره ستمونه په چا څوک کوي
تا خو زه تباه کـړمه په یاد لره
زړه که دې پړق وچوي له خفګانه هم
خدای که دې پخلا کړمه په یاد لره
ځان ته یو تــعویز د صبریدلو زه
ځم په کوم مــلا کړمه په یاد لره
نور درپسې زه سلګۍ زړه نه خورمه
هر وخت به خندا کړمه په یاد لره

No comments:
Post a Comment