...................... .......« غزل »...............................
دا مې د ځان سره زياتے او که انصاف کړے دے
چې مې د خپل جرم په خپله اعتراف کړے دے
خلق که هر څۀ وايي جانان پسې پروا يې نشته
ما يې اقرار د محبت صاف و شفاف کړے دے
خداېزده چې ولې مې دا مينه په نفرت بدلېږي؟
ګني د هر زړۀ د حرم خو ما طواف کړے دے
نۀ خوري سمون مې د مزاج سره د کلي رواج
دلته انسان د محبت نه انحراف کړے دے
دې ځينو ځينو نه به ربا فنا چرته وړمه
ما خو مسجد ته هم خپل نيت د اعتکاف کړے دے
هسې نه شمار شم ظالمانو کښې په دې خبره
د خاموشۍ مې په دې چم کښې ښۀ اصراف کړے دے
راځئ چې ورکې کړو ګيلې چې يو بدن شو وروڼو
مېنځ کښې مو غېرو تل سازش د اختلاف کړے دے
د بيت الله غوندې چې چا ځان ته عزت خوښ کړے
د پت د پاره تل هغو جونو غلاف کړے دے
چې مې له قدره ګرځول پاس د باڼو په څوکو
"مجبوره" هغو مې په زړۀ کښې تل شګاف کړے دے

No comments:
Post a Comment