Friday, January 20, 2023

دپښتوغزل poshto gazal


 وئيل مې! يارانې دلته کښې څومره بې معنې دي

وئيل ئې! د دې ځينو خلقو دغه بهانې دي


وئيل مې! ساقي نۀ څکمه شراب خدائے حرام کړي

وئيل ئې! خوښه خپله کوه دا څو پېمانې دي


وئيل مې! په جنت وطن کښې مري اولس له لوږې

وئيل ئې! تا چې وې په دې وطن کښې خزانې دي؟


وئيل مې! د دې خاورې شهيدان به اخر څو وي؟

وئيل ئې! حساب نۀ لري بې شمېره يې نامې دي


وئيل مې! د مظلوم ازار ضم شوے په فلک کښې؟

وئيل ئې! ړنګې کړې د ظالم  پرې خدائے خانې دي


وئيل مې! تۀ هم اوس هغه شان نۀ يې کنه جانم

وئيل ئې! لازمي چې مينځ کښې تېرې زمانې دي


وئيل مې! رياست په مونږه څومره لوبې وکړې

وئيل ئې! د دې خلقو په خلو اوس هم ترانې دي


وئيل مې! له ما نۀ کېږي دا سوال منت زاريانې

وئيل ئې! د دې ښار مګر مختاجي يارانې دي


وئيل مې! دغه کس لمحه لمحه له کربه ژاړي

وئيل ئې! چا ليکلي دا بې نومه افسانې دي؟


وئيل مې! جواد ستا د هېرؤلو په کوشش کښې

وئيل ئې! لټولې منم ټولې مېخانې دي

No comments:

Post a Comment