Friday, February 24, 2023

Pashto Poetry, Shayari & Ghazal


 ´

سـتـړۍ مـزل پـه سـتـړي لاره ځـمـه

کډه مي وړم د ژوند لـه شـاره ځـمـه


مـاســره خــداي کـــړي وعــده د لقا

ځــان رسـومـه تـــر ديــــداره ځـمـه


 قيـمـت ارزانــه دۍ راځـۍ مـلګـرو

د استيشهاد پـــه لــنـــډه لاره ځـمـه


ګـلاب ځـوانـي کـربـانــه وم لـديـنـه

د سپينـو ستـورو لـــه کـتـاره ځـمـه


ځـمـه ور دانـګـم د لـمبـو غيږي تــه

لـــدي فــانـي غـــازي انـګـاره ځـمـه



Thursday, February 23, 2023

pashto-poetry Pashto Poetry 2 lines Love SMS For friends | Ghazal


 غزل


چیرته زما څیري ګریوان چیرته دا ګرانه مینه

له مـا به و پالل شي څـنګه په اسـانه مینه


سـره د دومره محبت جواب کي راشي نفرت

خـبره داده چـي ویشلې مـي ارزانه مینه


زه ددې ښـار دتهمتو له ویري څه نه وایم

وختونه تېر شوه لا مي نه کړله عیانه مینه


زه او هـغه له ژونده ویستي وو د ژوند تاریکو

ښه شـو راودي خندل بیرته مي شوه ځوانه مینه


زه د زړګي دماتیدو په کـیسو پوه نه ؤمـه

درباندي راغـله مي ناڅـاپه نا ګـهانه مینه


نشوم راتلای درمل عرفان هسي خالي لاسونه

درته را وړې مي تحفه کي ده جانانه مینه



Tuesday, February 21, 2023

Best Pashto Poetry | Quotes, Shayari, & Gazal, Pictures SMS


 غزل  

___   

اوښکې دې پیغلې دي او سترګې دې زړې دي جینۍ

ســـــــــــفر دې لوی دی او وزرې دې وړې دي جینۍ 


زما پــــــــــــــه لاس کې زولنو رانه مړوند وخوړو  

ستــا په مړوند کې خو د سرو زرو کړې دي جینۍ   


سترګې دې چوپ دي او موسکا دې غومبرونه کوي  

زرقــــــــــې دې وږې دي کوترې دې مړې دي جینۍ  


نـــــــــــــرګسې ګل سره انډک سونډک کې لاره کړې  

ترمنـــــــــځه مه ورځه ساګانې یې سړې دي جینۍ 


سعـــــــود دې ذهن کې زخمي کړو شرابي دې کړلو

ټکـــــــــي دې غشي دي تیغونه دي چړې دي جینۍ   

___________________________________  

Monday, February 20, 2023

Latest Poetry, Nice Poetry, Pashto Poetry, Best Poetry

غزل

معتبره په زړګي پوري دي نيسم 
بختوره په زړګي پوري دي نيسم

ستا د مينې خوشبويي ته ضرورت دی
معطره په زړګي پوري دي نيسم 

زه مې خپل د زړه تياره په ختمومه
ځلاند لمره په زړګي پوري دي نيسم  

ستا په عشق کې اثر پروت د جنتو دی
خوږ دلبره په زړګي پوري دي نيسم 

چې لفظونه د غزل مې خوشبودارشي 
مشک عمنبره په زړګي پوري دي نيسم

تل په زړۀ کې د الفت ملنګ آباد یې 
د زړۀ سره په زړګي پوري دي نيسم


Sunday, February 19, 2023

Pashto New Poetry best poetry pashto sad pashto poetry




ځان مو هیر دی لټوو د بل عیبونه

دي خراب مو یو پر بل باندي نیتونه


تش په نوم د ورور ولۍ احساس ژوندی دی

ډک ساتلي مو له بُغض او کرکې زړونه


د الله رضا مو وتې ده له یاده

د ریا په اور پاخه مو عملونه


ځان ته نه ګورو هِنداره کې پوهان یو

وړو په نورو پسې هر وخت څراغونه


مشرتوب سو د پیسو پښو کې پيماله

تر پیسو او تر منصب سول عزتونه


اوس د سپیني ږیري قدر د چا نسته

تر هر پلار مشر دي خپل ، خپل اولادونه


وخت دی خپل د ځان اصلاح کوه مشهوده

د فتنو اوري پر هر لور بارانونه



Saturday, February 18, 2023

Best Pashto Poetry, Love Poetry, Sad Poetry, Image Poetry, Pashto Image Poetry, Poetry


 غزل


زړګی مې مات ده او په خوله مې هیڅ خندا نه راځي

باور دې وشه  له هیچا بوی دوفا نه راځي


خیر که تا وکړه له جفا راسره ښه پر ېمانه 

خو بیا مې هم تاته په خوله باندې ښیرا نه راځي 


په هغه ورځ مې بیا دژوند کیسه بدله شوله  

چې اعلان وشو بیا دې هیڅ کله آشنا نه راځي


مونږ به د تل لپاره کډې ورنه بار کړو یاره 

زمونږه نوم به نور په خوله  ددنیا نه راځي 


ژوند دیو ستړي لاروي په څیر کوم دلته

ژوند کې بیخي یوه شیبه ګوره هوسا نه راځي 


که دې غزل کې  اې ځلانده زما نامه نه راځي

نو بیا غزل کې دې بیخي دعشق معنا نه راځي 



Friday, February 17, 2023

Pashto Poetry, Shayari & Ghazal


 غـــزل


په مخ کې دي د خپل مخ نښانې لټوم پیره

نن ځکه ستا د وصل دروازې لټوم پیره


کچکول د ارمانونو مې را وړی ستا ودر ته

خیرات غواړم ستا سترګې پښتنې لټوم پیره


درمات مې کړه په غېږکې دم او چوف راباندي وکړه

ز هسي هم ستا دم ته بهانې لټوم پیره


یوځل مې توجو وزړه ته وکړه پو بد حال یم

دا ولې د یو چا د در کوڅې لټوم پیره


یو څو ورځې مې کېږي مهاجر چې یم ناروغه

د تللې مرور یار خاطرې لټوم پیره

Thursday, February 16, 2023

Pashto Sad Poetry, Pashto Poetry, Sad Poetry, Pashto Shairy


 سترګوکې مې ستا د دید لمبه پرته ده څه وکړم

زړه کې مې بیخې تانده جذبه پرته ده څه وکړم


ستا د تورو سترګو له دیداره دي محروم نه شم

مړه راته د اوښکو جنازه پرته ده څه وکړم


زړه مې له زړه وتی دی له زړه پسې خپه یمه

ځکه مې   دژوند بیړۍ چپه پر ته څه وکړم


څړیکې مې د مات وجود کاله کې په نڅاوو دي

اوس مې پر بدن د مرګ خطره پر ته ده څه وکړم


عشقه نا ارام دي کړم رنځور دې د کلونوکړم

نن راته پاره پاره سینه پر ته ده څه وکړم


اوس یو مهاجر او یو قلم څو د ارمان کیسې

یوه له شعرو ډکه کتابچه پر ته ده څه وکړم

Wednesday, February 15, 2023

PAshto Two Lines Poetry,


 درد مې اسوېلې کړه بيا که ځې نو ځه

ځان ته مې لوګې کړه بيا که ځې نو ځه


تۀ  او  بيا  راتلۀ  پۀ  عقل  ګرانه  ده

نن مې لېونے کړه بيا  که  ځې  نو  ځه


وويه  ريښتيا  که  خپلېدې  نۀ  شو

خېر دې ما پردے کړه بيا که ځې نو ځه


سترګو له مې لږ غوندې خوب راوله

ورکې شوګیرې کړه بیا که ځې نو ځه


مينه څۀ  ده  ګله  زۀ  اؤ  تۀ  څۀ  يو

پوئي مې لږ پۀ دې کړه بيا که ځې نو ځه


کېنه د صـابـر پۀ خواه کښې کېنه لږ 

ورکې ئې گیلې کڑہ بیا که ځې نو ځه


                         

Tuesday, February 14, 2023

poshto best gazal


 سترګې مي ستا په لور کږې دي ته به کله راځي 

ولا چـي ډيــر سختـي شپې دي ته به کله راځي 


زما د زړه په ميخانکي ، ساقي اوس هم ولاړ  2

ستا په نامه ډکي پيالې دي ته به کله راځي 


زه تل نشه ستا په يادوکي ، ورځي شپي تيروم 

ستا د يادونو شپې خوږې دي ته به کله راځي 


ما دي اسمان ته ډير ژړلي ، نور ژړلي نه سم

هم مي ورته کړي ډيرې سجدې دي ته به کله راځي 


سحر چي پاسمه له خوب ، ياد کي ستا غرقيږم 

د ژوندانه سختي سلسلې دي ته به کله راځي


يارجان به ستا پاد کي ، دغه ژوندون تيروي 

بس نن سبا يي د مرک اوازې دي تخ به کله راځي

Monday, February 13, 2023

poshto poetry


 غزل


چیرته زما څیري ګریوان چیرته دا ګرانه مینه

له مـا به و پالل شي څـنګه په اسـانه مینه


سـره د دومره محبت جواب کي راشي نفرت

خـبره داده چـي ویشلې مـي ارزانه مینه


زه ددې ښـار دتهمتو له ویري څه نه وایم

وختونه تېر شوه لا مي نه کړله عیانه مینه


زه او هـغه له ژونده ویستي وو د ژوند تاریکو

ښه شـو راودي خندل بیرته مي شوه ځوانه مینه


زه د زړګي دماتیدو په کـیسو پوه نه ؤمـه

درباندي راغـله مي ناڅـاپه نا ګـهانه مینه


نشوم راتلای درمل عرفان هسي خالي لاسونه

درته را وړې مي تحفه کي ده جانانه مینه



Sunday, February 12, 2023

poshto best gazal


 دا غریب زړه خو مي  په تامین دی

ستاپه ښائست ستاپه ښکلامین دی


حسن  دي  نلري  مثال  دلبره

ګلاب دي هم په تجلامین دی


دا چي هرڅه دي ځاره وي له نامه

دغه سړی خو په رِښتیا مین دی


بلال په ګرمو شګو ایښی سینه

خوند پری اَخَلي په اَقا مین دی


ځکه خبیب ودارته غاړه ورکړه

په ګران محبوب رسول الله مین دی


نسیم ته ورکړم د درودونو تحفې

چي کله درومې ستا پرخوامین دی


زه دي متهم شم دخپل یار په مینه

دلته خو هر څوک په یوچامین دی


رنګ یې الوتی له څهرې  ښکارېږي

په تا رِښتیا  ادیب مُلا مین دی

Saturday, February 11, 2023

poshto new poetry


 *💔ســترګی له ژړا درپـسی ړنګی شوی*

*💔چـیرته یی اشنا درپسی ړنګی شوی*


*💔ټوله شـپــه دی یاد سره سلګی وهم* 

*💔نــــه لـــرم خندا درپسی ړنګی شوی* 


*💔بار مــی په وژو ده غـمـو پـیـټی شو*

*💔ګرځم په سـحرا درپسی ړنګی شوی*


*💔تژی ده دیـــــدن دی له مـــودونه یم*

*💔کـــله راځــی بیا درپسی ړنګی شوی*


*💔نن می دَ زړګـی دونیاګی ورانه شو*

*💔یـــمــه* *ســـم تبا درپسی* *ړنګی* 

*شوی*


    

Friday, February 10, 2023

poshto best gazal


 چـــــې متاثره ستا د کــور د دروازې نه  نه وي

لکه تاو شوې چې مکه کښې د کعبې نه نه وي 


هغه به بره د جنت څوکيـــدار هم جوړ نه شي 

چې فارغ شـــوې د جانان د مدرسې نه نه وي 


اختيار د خداې د کور به دي ملا ته څنګه ورکړم 

سره د علمه چـــې خبـــــر د مســــئلې نه نه وي 


راځې چې سوچ اوکو په خلقو الــزام مه لګوې 

اور لګيدلې د دي خپــل کــور د ډيوې نه نه وي 


ما ئې څنګلو کښې بنګړي شمارل خو اوګوره لګ 

رقيب دي ځان راغورځولې د کـــوټې نه نه وي 


خفه ، خفه غمــــژن غمژن  کــــــور ته راننوتو 

د مرزا خان چيلم چا وړې د حجرې نه نه وي 


د ماښام خړه کښې سيلۍ شوه ارماني ارماني 

هغه کنډٶ کښې خـــفـه شوې د هغې نه نه وي 


که ستا د سرې ډٶلۍ په وړاندې مې خپل کټ تير نکړو

نو پيــــدا شـــــوې به منظر د پښتنې نه نه وي


Thursday, February 9, 2023

poshto gazal


له درده په خبرو کې وقفه راڅخه کیږي 

زه نه غواړم ګیله وکړم ګیله راڅخه کیږي


که څوک یې رانه وپوښتي چې چاپسې ژړیږې

پوهیږمه چې تاته اشاره را څخه کیږي


چې تاسره مې کومه لیونۍ اړیکه پاتي؟

په تلوتلو کې د بیا لیدو وعده راڅخه کیږي


که څوک د په ډیورنډو زلفو ووهي لاسونه

ساتونکی د یم خامخا جګړه راڅخه کیږي


ته مه کوه،ته پرې مې ږده همداسې غلی ښه یم

که وغږیدم بشپړه کیسه راڅخه کیږي


که تا سره مې مینه وا که ته راباندې ګران وې

وړې وړې سلګۍ به هره شپه راڅخه کیږي


     

Wednesday, February 8, 2023

poshto best poetry


 جنازه مي درنه وړي جانانه راشه 


  پرما خاوري اړوي جانانه راشه 


کليوال مي راټول شوي هديري ته 


 ماته قبر جوړوي جانانه راشه 


ده کفن غوټه کړه خلاصه دیدن وکړه


  نور مي مخ بیا پټوي جانانه راشه 



Tuesday, February 7, 2023

poshto best poetry


 لږ بد را سره وکړه رب ده پاره لږ به خه شم

دا زړه که مې لږ تور شي درنه یاره لږ به خه شم


په دې خيال مې څادر په اوږه واچاوه روان شوم

ما وې چې زه به لاړ شم ستا د ښاره لږ به خه شم


د ژوند اخري ساه چې ستا تر غېږې پورې در وړم

که بیامی مونده دومره قدرې لاره لږ به خه شم


بس لږ راته را وګوره بس لږ راته مسکې شاه 

دا ژوند به مې لږ تېر شي په قلاره لږ به خه شم 


په مخ چې دې را پرېوتې په زړه مې تياره راغله 

اوچتې دې کړه زلفې له رخسار لږ به خه شم



Monday, February 6, 2023

poshto best gazal


 غزل


دمئينتوب درد چي دزړۀ ستره دنیا واخلي

لکه بې روحه جسد څنګه سړی سا واخلي


وران په یادونو زړګی تاب د څړیکو کله لري

اکثر یې درد د بیلتون ډیر بې انتها واخلي


یادي په ژوند کي یو او بل ته سره ورسیږو

یادي خـالق له دې دنیا نه ما او تا وا خلي


دغـمو کچه چي لږ زیاته شي نو حد وکړي

له سړي ټولي خوشحالي واخلي مسکا واخلي


ښه نو دمیني درد به څـنګه سړی مات نکړي

لکه دغرونو غوندي وزن چي په شا واخلي


درمـل عرفانه چي مي قسمت ته وګورم

هسي بې واره مي سلګي واخلي ژړا واخلي



Sunday, February 5, 2023

poshto gazal


 غزل 
.
دومره چې ويره  له الزامه کوې ، مه يې کوه 
که يارانه د دی سرسامه   کوې  مه  يې کوه 
.
شيرينه مينه او اخلاص پکښې بيخي نيشته دې 
که  سلامونه   له   ناکامه   کوې ،  مه يې کوه .
.
ما څوک ليدلي دي پۀ ما راوريدلي دې کېف
تۀ که احسان راباندي جامه  ، کوې مه يې کوه
.
زۀ درنه مات زړۀ ، پۀ نمژنو سترګو راغلم بېرته 
تۀ اشارې  که اوس  له  بامه   کوې ، مه يې کوه 
.
زة د مستي له بامه  ولويدمه  نشم  درتلي
ته به ښېرې راته ماښامه کوې ، مه يې کوه 
.
قاسمه هغه بۀ رښتيا درباندې داؤ کړي خولګي 
تۀ به ګېلې هسې له خامه کوې ،  مه يې کوه 
.

poshto gazal


غزل 


د خوښۍ وخت کې وو ملګرو مې ملتیا کوله 

چې بده ورځ شوه هر سړي تیښته له ما کوله 


بده دا نه وه چې تیارو کې خلکو  ژوند   کولو 

بده  خو دا  وه     دښمني یې د  رڼا  کوله 


له دوکانداره به مې هسې تپوس وکړو د اوړو

خالي جیبونو  باندې کله چا سودا کوله 


هیره له ما شوه حافظه مې نن سبا ښه نده 

کومه خبره دې اشنا راته        د چا کوله 


دیدار د غم په سمندر کې ډوپ شو لاړو مړ شو

چا لاس ورنکړو  تماشه یې بس  دنیا  کوله

Saturday, February 4, 2023

poshto best gazal


 بیــلتونه بیـــا دی تنـــها کـــړی یمه 

له خوږ جانان دی جــدا کــــړی یمه 


بیلتونه لوی واړه مــی پیــــژنی اوس 

کلی کــی ســـم دی رســـوا کړی یـمــه 


بیلــــتونه زور نـــه دی خبــر نه ومـــه 

اوس دی هـــر وخـــت پـه ژړا کړی یمه 


نـــور می نـــو څـــمــره دردوی ظالمــه

تا خــــو پـــــه زړه نور زخمی کړی یمه 


تر نیمی شپی پوری سوچو کی ورک یم 

قســـــم دی ډیـــــــر دی زورولـــی یــمـه 


ده ارمــانـــونـــــو ډک زړګــی مــی راوړو 

لــحـــده ســتـــا تــــرڅنــګ راغــــلی یـــمـه 


توحید ځــــوانـی کی پاڼی پاڼی  شـوم نور 

ده للمــی ګـــــــل خــــزان   وهــــلی یمه

Thursday, February 2, 2023

poshto gazal


 د غـــــــزل مې یو عــــنوان وو اوس څه نشته
سوئ ژوند کښې مې جانان وو اوس څه نشته

عاشــــــقۍ کښې هــــر یو ګام وو نفع بخش
نه څـــه سـود نـــــه تاوان وو اوس څه نشته

د وصــــــال د زوره مــخ په وړانـــــدې تلــمه
نــــه څه فــــکر د هجـــران وو اوس څه نشته

نه ده وچے ســــوکړې ویــــره وه په زړه کښې
په شیبـــو شیــــبو بــاران وو اوس څه نشته

ارض و عرش مې په دامن کښې راټول شوې
ځمــــا غـــــیږه کښې جهان وو اوس څه نشته

هــــــر یو ګــــل چي نن تــــالا ترغه خکاریږې
خــــــه زرغون به ګلستان وو اوس څه نشته

poshto best gazal

 

غزل 

ــــــــــــ

لکه شوى په کچه کـور چې باران يم

په خپل کړي محبت باندې پښيمان يم


د دېوال تر شا قيصې په دېوال ليکم

خپل عادت څنګه بدل کړمه حيران يم؟


په بڼو پرېوتى ګــرد راته اوړه ښکاري

د يو وخت د رزق دومره په ارمان يم


د سـفر په لور ځــنګل د منــزل رېبــم

خپلې پښې مې په شا کړي دي روان يم


غــره! مات به شې ډغـر راسره مه وهه

زه په درد کې رالوى شوى يم افغان يم


 خپل احساس مې قاتل شوى دى باقره!

ژوند به څنګه تېرومــه، پريشان يم ؟