Thursday, February 2, 2023

poshto gazal


 د غـــــــزل مې یو عــــنوان وو اوس څه نشته
سوئ ژوند کښې مې جانان وو اوس څه نشته

عاشــــــقۍ کښې هــــر یو ګام وو نفع بخش
نه څـــه سـود نـــــه تاوان وو اوس څه نشته

د وصــــــال د زوره مــخ په وړانـــــدې تلــمه
نــــه څه فــــکر د هجـــران وو اوس څه نشته

نه ده وچے ســــوکړې ویــــره وه په زړه کښې
په شیبـــو شیــــبو بــاران وو اوس څه نشته

ارض و عرش مې په دامن کښې راټول شوې
ځمــــا غـــــیږه کښې جهان وو اوس څه نشته

هــــــر یو ګــــل چي نن تــــالا ترغه خکاریږې
خــــــه زرغون به ګلستان وو اوس څه نشته

No comments:

Post a Comment