بیــلتونه بیـــا دی تنـــها کـــړی یمه
له خوږ جانان دی جــدا کــــړی یمه
بیلتونه لوی واړه مــی پیــــژنی اوس
کلی کــی ســـم دی رســـوا کړی یـمــه
بیلــــتونه زور نـــه دی خبــر نه ومـــه
اوس دی هـــر وخـــت پـه ژړا کړی یمه
نـــور می نـــو څـــمــره دردوی ظالمــه
تا خــــو پـــــه زړه نور زخمی کړی یمه
تر نیمی شپی پوری سوچو کی ورک یم
قســـــم دی ډیـــــــر دی زورولـــی یــمـه
ده ارمــانـــونـــــو ډک زړګــی مــی راوړو
لــحـــده ســتـــا تــــرڅنــګ راغــــلی یـــمـه
توحید ځــــوانـی کی پاڼی پاڼی شـوم نور
ده للمــی ګـــــــل خــــزان وهــــلی یمه

No comments:
Post a Comment