Friday, February 24, 2023

Pashto Poetry, Shayari & Ghazal


 ´

سـتـړۍ مـزل پـه سـتـړي لاره ځـمـه

کډه مي وړم د ژوند لـه شـاره ځـمـه


مـاســره خــداي کـــړي وعــده د لقا

ځــان رسـومـه تـــر ديــــداره ځـمـه


 قيـمـت ارزانــه دۍ راځـۍ مـلګـرو

د استيشهاد پـــه لــنـــډه لاره ځـمـه


ګـلاب ځـوانـي کـربـانــه وم لـديـنـه

د سپينـو ستـورو لـــه کـتـاره ځـمـه


ځـمـه ور دانـګـم د لـمبـو غيږي تــه

لـــدي فــانـي غـــازي انـګـاره ځـمـه



Thursday, February 23, 2023

pashto-poetry Pashto Poetry 2 lines Love SMS For friends | Ghazal


 غزل


چیرته زما څیري ګریوان چیرته دا ګرانه مینه

له مـا به و پالل شي څـنګه په اسـانه مینه


سـره د دومره محبت جواب کي راشي نفرت

خـبره داده چـي ویشلې مـي ارزانه مینه


زه ددې ښـار دتهمتو له ویري څه نه وایم

وختونه تېر شوه لا مي نه کړله عیانه مینه


زه او هـغه له ژونده ویستي وو د ژوند تاریکو

ښه شـو راودي خندل بیرته مي شوه ځوانه مینه


زه د زړګي دماتیدو په کـیسو پوه نه ؤمـه

درباندي راغـله مي ناڅـاپه نا ګـهانه مینه


نشوم راتلای درمل عرفان هسي خالي لاسونه

درته را وړې مي تحفه کي ده جانانه مینه



Tuesday, February 21, 2023

Best Pashto Poetry | Quotes, Shayari, & Gazal, Pictures SMS


 غزل  

___   

اوښکې دې پیغلې دي او سترګې دې زړې دي جینۍ

ســـــــــــفر دې لوی دی او وزرې دې وړې دي جینۍ 


زما پــــــــــــــه لاس کې زولنو رانه مړوند وخوړو  

ستــا په مړوند کې خو د سرو زرو کړې دي جینۍ   


سترګې دې چوپ دي او موسکا دې غومبرونه کوي  

زرقــــــــــې دې وږې دي کوترې دې مړې دي جینۍ  


نـــــــــــــرګسې ګل سره انډک سونډک کې لاره کړې  

ترمنـــــــــځه مه ورځه ساګانې یې سړې دي جینۍ 


سعـــــــود دې ذهن کې زخمي کړو شرابي دې کړلو

ټکـــــــــي دې غشي دي تیغونه دي چړې دي جینۍ   

___________________________________  

Monday, February 20, 2023

Latest Poetry, Nice Poetry, Pashto Poetry, Best Poetry

غزل

معتبره په زړګي پوري دي نيسم 
بختوره په زړګي پوري دي نيسم

ستا د مينې خوشبويي ته ضرورت دی
معطره په زړګي پوري دي نيسم 

زه مې خپل د زړه تياره په ختمومه
ځلاند لمره په زړګي پوري دي نيسم  

ستا په عشق کې اثر پروت د جنتو دی
خوږ دلبره په زړګي پوري دي نيسم 

چې لفظونه د غزل مې خوشبودارشي 
مشک عمنبره په زړګي پوري دي نيسم

تل په زړۀ کې د الفت ملنګ آباد یې 
د زړۀ سره په زړګي پوري دي نيسم


Sunday, February 19, 2023

Pashto New Poetry best poetry pashto sad pashto poetry




ځان مو هیر دی لټوو د بل عیبونه

دي خراب مو یو پر بل باندي نیتونه


تش په نوم د ورور ولۍ احساس ژوندی دی

ډک ساتلي مو له بُغض او کرکې زړونه


د الله رضا مو وتې ده له یاده

د ریا په اور پاخه مو عملونه


ځان ته نه ګورو هِنداره کې پوهان یو

وړو په نورو پسې هر وخت څراغونه


مشرتوب سو د پیسو پښو کې پيماله

تر پیسو او تر منصب سول عزتونه


اوس د سپیني ږیري قدر د چا نسته

تر هر پلار مشر دي خپل ، خپل اولادونه


وخت دی خپل د ځان اصلاح کوه مشهوده

د فتنو اوري پر هر لور بارانونه



Saturday, February 18, 2023

Best Pashto Poetry, Love Poetry, Sad Poetry, Image Poetry, Pashto Image Poetry, Poetry


 غزل


زړګی مې مات ده او په خوله مې هیڅ خندا نه راځي

باور دې وشه  له هیچا بوی دوفا نه راځي


خیر که تا وکړه له جفا راسره ښه پر ېمانه 

خو بیا مې هم تاته په خوله باندې ښیرا نه راځي 


په هغه ورځ مې بیا دژوند کیسه بدله شوله  

چې اعلان وشو بیا دې هیڅ کله آشنا نه راځي


مونږ به د تل لپاره کډې ورنه بار کړو یاره 

زمونږه نوم به نور په خوله  ددنیا نه راځي 


ژوند دیو ستړي لاروي په څیر کوم دلته

ژوند کې بیخي یوه شیبه ګوره هوسا نه راځي 


که دې غزل کې  اې ځلانده زما نامه نه راځي

نو بیا غزل کې دې بیخي دعشق معنا نه راځي 



Friday, February 17, 2023

Pashto Poetry, Shayari & Ghazal


 غـــزل


په مخ کې دي د خپل مخ نښانې لټوم پیره

نن ځکه ستا د وصل دروازې لټوم پیره


کچکول د ارمانونو مې را وړی ستا ودر ته

خیرات غواړم ستا سترګې پښتنې لټوم پیره


درمات مې کړه په غېږکې دم او چوف راباندي وکړه

ز هسي هم ستا دم ته بهانې لټوم پیره


یوځل مې توجو وزړه ته وکړه پو بد حال یم

دا ولې د یو چا د در کوڅې لټوم پیره


یو څو ورځې مې کېږي مهاجر چې یم ناروغه

د تللې مرور یار خاطرې لټوم پیره