غزل
___
اوښکې دې پیغلې دي او سترګې دې زړې دي جینۍ
ســـــــــــفر دې لوی دی او وزرې دې وړې دي جینۍ
زما پــــــــــــــه لاس کې زولنو رانه مړوند وخوړو
ستــا په مړوند کې خو د سرو زرو کړې دي جینۍ
سترګې دې چوپ دي او موسکا دې غومبرونه کوي
زرقــــــــــې دې وږې دي کوترې دې مړې دي جینۍ
نـــــــــــــرګسې ګل سره انډک سونډک کې لاره کړې
ترمنـــــــــځه مه ورځه ساګانې یې سړې دي جینۍ
سعـــــــود دې ذهن کې زخمي کړو شرابي دې کړلو
ټکـــــــــي دې غشي دي تیغونه دي چړې دي جینۍ
___________________________________

No comments:
Post a Comment