ځان مو هیر دی لټوو د بل عیبونه
دي خراب مو یو پر بل باندي نیتونه
تش په نوم د ورور ولۍ احساس ژوندی دی
ډک ساتلي مو له بُغض او کرکې زړونه
د الله رضا مو وتې ده له یاده
د ریا په اور پاخه مو عملونه
ځان ته نه ګورو هِنداره کې پوهان یو
وړو په نورو پسې هر وخت څراغونه
مشرتوب سو د پیسو پښو کې پيماله
تر پیسو او تر منصب سول عزتونه
اوس د سپیني ږیري قدر د چا نسته
تر هر پلار مشر دي خپل ، خپل اولادونه
وخت دی خپل د ځان اصلاح کوه مشهوده
د فتنو اوري پر هر لور بارانونه

No comments:
Post a Comment