غزل
زړګی مې مات ده او په خوله مې هیڅ خندا نه راځي
باور دې وشه له هیچا بوی دوفا نه راځي
خیر که تا وکړه له جفا راسره ښه پر ېمانه
خو بیا مې هم تاته په خوله باندې ښیرا نه راځي
په هغه ورځ مې بیا دژوند کیسه بدله شوله
چې اعلان وشو بیا دې هیڅ کله آشنا نه راځي
مونږ به د تل لپاره کډې ورنه بار کړو یاره
زمونږه نوم به نور په خوله ددنیا نه راځي
ژوند دیو ستړي لاروي په څیر کوم دلته
ژوند کې بیخي یوه شیبه ګوره هوسا نه راځي
که دې غزل کې اې ځلانده زما نامه نه راځي
نو بیا غزل کې دې بیخي دعشق معنا نه راځي

No comments:
Post a Comment