غزل
ــــــــــــ
لکه شوى په کچه کـور چې باران يم
په خپل کړي محبت باندې پښيمان يم
د دېوال تر شا قيصې په دېوال ليکم
خپل عادت څنګه بدل کړمه حيران يم؟
په بڼو پرېوتى ګــرد راته اوړه ښکاري
د يو وخت د رزق دومره په ارمان يم
د سـفر په لور ځــنګل د منــزل رېبــم
خپلې پښې مې په شا کړي دي روان يم
غــره! مات به شې ډغـر راسره مه وهه
زه په درد کې رالوى شوى يم افغان يم
خپل احساس مې قاتل شوى دى باقره!
ژوند به څنګه تېرومــه، پريشان يم ؟

No comments:
Post a Comment