له درده په خبرو کې وقفه راڅخه کیږي
زه نه غواړم ګیله وکړم ګیله راڅخه کیږي
که څوک یې رانه وپوښتي چې چاپسې ژړیږې
پوهیږمه چې تاته اشاره را څخه کیږي
چې تاسره مې کومه لیونۍ اړیکه پاتي؟
په تلوتلو کې د بیا لیدو وعده راڅخه کیږي
که څوک د په ډیورنډو زلفو ووهي لاسونه
ساتونکی د یم خامخا جګړه راڅخه کیږي
ته مه کوه،ته پرې مې ږده همداسې غلی ښه یم
که وغږیدم بشپړه کیسه راڅخه کیږي
که تا سره مې مینه وا که ته راباندې ګران وې
وړې وړې سلګۍ به هره شپه راڅخه کیږي

No comments:
Post a Comment