چـــــې متاثره ستا د کــور د دروازې نه نه وي
لکه تاو شوې چې مکه کښې د کعبې نه نه وي
هغه به بره د جنت څوکيـــدار هم جوړ نه شي
چې فارغ شـــوې د جانان د مدرسې نه نه وي
اختيار د خداې د کور به دي ملا ته څنګه ورکړم
سره د علمه چـــې خبـــــر د مســــئلې نه نه وي
راځې چې سوچ اوکو په خلقو الــزام مه لګوې
اور لګيدلې د دي خپــل کــور د ډيوې نه نه وي
ما ئې څنګلو کښې بنګړي شمارل خو اوګوره لګ
رقيب دي ځان راغورځولې د کـــوټې نه نه وي
خفه ، خفه غمــــژن غمژن کــــــور ته راننوتو
د مرزا خان چيلم چا وړې د حجرې نه نه وي
د ماښام خړه کښې سيلۍ شوه ارماني ارماني
هغه کنډٶ کښې خـــفـه شوې د هغې نه نه وي
که ستا د سرې ډٶلۍ په وړاندې مې خپل کټ تير نکړو
نو پيــــدا شـــــوې به منظر د پښتنې نه نه وي

No comments:
Post a Comment