.
دومره چې ويره له الزامه کوې ، مه يې کوه
که يارانه د دی سرسامه کوې مه يې کوه
.
شيرينه مينه او اخلاص پکښې بيخي نيشته دې
که سلامونه له ناکامه کوې ، مه يې کوه .
.
ما څوک ليدلي دي پۀ ما راوريدلي دې کېف
تۀ که احسان راباندي جامه ، کوې مه يې کوه
.
زۀ درنه مات زړۀ ، پۀ نمژنو سترګو راغلم بېرته
تۀ اشارې که اوس له بامه کوې ، مه يې کوه
.
زة د مستي له بامه ولويدمه نشم درتلي
ته به ښېرې راته ماښامه کوې ، مه يې کوه
.
قاسمه هغه بۀ رښتيا درباندې داؤ کړي خولګي
تۀ به ګېلې هسې له خامه کوې ، مه يې کوه
.

Wah g
ReplyDelete