غزل
دمئينتوب درد چي دزړۀ ستره دنیا واخلي
لکه بې روحه جسد څنګه سړی سا واخلي
وران په یادونو زړګی تاب د څړیکو کله لري
اکثر یې درد د بیلتون ډیر بې انتها واخلي
یادي په ژوند کي یو او بل ته سره ورسیږو
یادي خـالق له دې دنیا نه ما او تا وا خلي
دغـمو کچه چي لږ زیاته شي نو حد وکړي
له سړي ټولي خوشحالي واخلي مسکا واخلي
ښه نو دمیني درد به څـنګه سړی مات نکړي
لکه دغرونو غوندي وزن چي په شا واخلي
درمـل عرفانه چي مي قسمت ته وګورم
هسي بې واره مي سلګي واخلي ژړا واخلي

No comments:
Post a Comment