Thursday, January 19, 2023

poshto new gazal/poshto best gazal


 اوس لاچي لونګ ته عزل نه لیکم 

اوس بوټي د بنګ ته غزل نه لیکم 


اوس مې دقرآن توري په زړه کې دي 

اوس د بنګړو شرنګ ته غزل نه لیکم 


اوس مې دګلاب سره یاري جوړه 

اوس د وینو رنګ ته غزل نه لیکم 


اوس مې تورې زلفې خپلې کړي دي

اوس د رباب ترنګ ته غزل نه  لیکم 


اوس د امن  غیږ  کې تیرومه  ژوند 

اوس نو میرات جنګ ته غزل نه لیکم 


اوس دی غنم رنګ راته له هرچا ګران 

اوس هریو بدرنګ ته غزل نه لیکم 


اوس مې حقیقي لاره  موندلې ده 

اوس  هغه ملنګ  ته غزل نه  لیکم 


اوس لکه سپين غر  په  لاره  سم یمه 

اوس نو شوخ اوشنګ ته غزل نه لیکم




No comments:

Post a Comment