Wednesday, January 18, 2023

poshto poetry

په رنـځ باندى اخته مى شو زړګى دچاله غمه

ګـرځــيـږم پــه بـديـالکه شپونکى دچاله غمه


دژوندپه اميدومى خاورى واوښتى تنهاشوم

اوس څيري ګريوان ګرځم ليونى دچاله غمه


زنـګــيـږم رازنـګـيـږم همـيشـه دفـکـرټـال کى

دخيال په سـيـن لاهوشمه ژوندى دچاله غمه


چناره اوس دى سورى ته دمه هـم مزه نکړي

بى خونده مى دزړه مــازديـګـرى دچاله غمه


اوس نکوي پخوا په څيرمسکاګـودرپه غـاړه

پيغلوټولاس کى مات شولومنګى دچاله غمه


*حافظ هِلال* پـه تـار باندى پيلي دغـم کرښى

اخــر ورتــه خـفـه شـي يـوسـړى دچاله غمه


       

 

No comments:

Post a Comment