Tuesday, January 17, 2023

poshto da mor bara ky gazal /poshto best gazal


 مور


ما له هر مشکل ساتي، ستا د خولې دعا مورې

تا دې رب ژوندۍ لري، ماته په دنیا مورې


غېږ کې دې لوی کړی یم، تا ډېر نازولی یم

تاته دې الله درکړي، احسن الجزا مورې

 

مورې ته راحت زما، مورې ته جنت زما

ته یې خوشحالي زموږ، ته د کور ښکلا مورې


دا که مې په وس کې وای، ستا که زیاتېدی ژوندون 

ما به دربښلې وه، خپل د وجود سا مورې


ورک دې شي غمونه ټول، ستا د ژوند دردونه ټول

ته دې تل خوشحاله وې، اوسې په خندا مورې


No comments:

Post a Comment