غزل
یـو څوک مې پۀ دې زړۀ کې اوسېدۀ لکه دا تۀ
هــــر وخت راسره څنګ کې ګرځېدۀ لکه دا تۀ
دا ســــــتاپشان یې تل راته کاتۀ په مینه مینه
زمـــــــــــــــــاپه دیدن هیڅ نه مړېدۀ لکه دا تۀ
په مـــــــــینه کې مې داسې لیونی وو یو سړی
مجـــــنون غوندې په ځان نه پوهېدۀ لکه دا تۀ
زمــــــا به پرې زړګی بیخي ډاډه وو د زړۀ سره
چـــــــــې خواکې به مې کله وو ويدۀ لکه دا تۀ
یــو څوک د چا په مینه د لمبو غېږه کې ورک ؤ
د شـــــــــــمعې پشان ورو ورو ویلېدۀ لکه دا تۀ
لـــــــه ګل ځیني نازک وو په زړګي کې اوسېدۀ
پـــــــــــــــــــــه نه خبره تل خفه کیدۀ لکه دا تۀ
{میرویسه}د غمونو په جېل خونه کې بندي وم
چـې شپه به شوه خوږ یاد به دې راتۀ لکه دا تۀ

No comments:
Post a Comment