Friday, January 13, 2023

Poshto poetry/poshto/poetry

 

غزل

نور خو بس انکار کومه ستړی شوم

څو  به  انتظار کومه ستړی شوم


خدايه د هر چا سترګو کې اوښکې دي

غم به د کوم يار کومه ستړی شوم


هر څوک د دوستۍ په نوم دوکه کوي

څو  به  اعتبار  کومه  ستړی شوم


نوم به د يو  ښکلي په خوله وانخلم

ژوند په سره انګار کومه ستړی شوم


هيڅ  په  منتونو  مې  پخلا نه  کړ

نور  ورته  ازار  کومه  ستړی شوم


نه راځي د زړه ټکور مې نه راځي

هسې د شپو شمار کومه ستړی شوم


لارې  ېې  نصرته  نورې نه څارم

ځمه ترې خپل کار کومه ستړی شوم

No comments:

Post a Comment