Thursday, January 12, 2023

Poshto poetry


 ژوند به مې بدل شي او قــصې به نورې نورې شي

څه به وشي؟   ســـتا د محبت تور که راپورې شي 

څه به وشي ســـــتا په عاشقانو کې حساب که شم
ما باندې به هــــم ستا د خواږه محبت سیورې شي 

زړه بې محــــــــــــــــبته لکه کاڼی د سحــــرا داسې
ژوند بې محبته خــــــو دې هسې په اور پورې شي 

هـــــــــلته به دیدن ستا د سپیڅلي حسن وکــــړمه
سترګې م که سـتا د دروازې په خاکروب تورې شي 

لاړ شم مـــــــدینې ته صحابه وي او جانان مې وي
سر چې کړم را پورته ټولې هـــیلې م نسکورې شي 

څوک چې ستا له پاکې او خــوږې مینې انکار کوي
هغه زړه دې وچــوي هغه سترګې دې شبکورې شي 

غــــــــــواړي له (عاکف امارتي) نه د جانان سترګې
هسې یې دا هــــــــــــیلې عجيبه کله سرزورې شي

No comments:

Post a Comment