زه يې د تلو په لار كې ناست يم دا په بله راځي
بيا څه زړه چودی انتظار دی يار به كله راځي
بلا شيبه وي د ګودر په تماشه ملګرو
دغه ملا ته ستاسو خيال وي چې مانځه له راځي
ما د لحد په غاړه كېږدئ لا مې مه خوزوئ
هغه كوچې به مې ليدو له د كابله راځي
دا لا تر اوسه ماشومان دي په دې نه پوهېږي
خداى خبر عقل به زما په قام كې كله راځي
ما چې راويښ كړي ټوله شپه مې په سلګو ژړوي
ته چې پښتو كوې نو ياد د اشنا څۀ له راځي
تا چې راوړي وو زما په مړوندونو تنګ وو
هغه بنګړي مې اوس اتله تر څنګله راځي

No comments:
Post a Comment