Tuesday, January 24, 2023

poshto gazal


 غزل

ــــــ

شرطونو حسابونو ته اشنا ضرورت نشته

پۀ مینه کې هرګِز د انتها ضرورت نشته


جالب لرمه خوی پۀ دې ملنګه زندګي کې 

چې زۀ دې پکار نه یم هم داستا ضرورت نشته


پۀ داسې نا معلومه ناروغي باندې اخته یم 

چې ماته د طبیب او د ملا ضرورت نشته


د زړۀ په بدله کې چې بل زړۀ نۀ پیداکېږي 

نو خود پۀ دې بازار کې د سودا ضرورت نشته


تا ولې نن پۀ ماباندې عاید کړل بندیزونه 

تۀ څۀ وایې بېګا ته د سبا ضرورت نشته


د زړونو مسله ده د قاضي خبره نۀ ده

زما او ستا ترمنځه د بل چاضرورت نشته


همدامې ده کافي چې بې سلامه پۀ ماتېر شې

بس نوره احرارجانه د سزا ضرورت نشته



No comments:

Post a Comment