اولګيدو شر قيصه خرابه ده
مه ګرځه بهر قيصه خرابه ده
لوږه پکښي حد ته رسيدلي ده
اؤ د پيښور قيصه خرابه ده
پيغلي په روټي پسي سرتوري ځي
نوره د څادر قيصه خرابه ده
يو حال دي ملنګه خدائي دي خير اوکړي
مه ډبوه ور قيصه خرابه ده
مينه دي د ځان سره سمباله کا
اوس پکښي د سر قيصه خرابه ده
چک به لګوي خو چه په چا به وي
راشه د نهر قيصه خرابه ده
دا ځلي به مونځ ته هم په لنګ کښي ځو
ځويه د اختر قيصه خرابه ده
لوږي که پښتون لږ نور کمزوري کړو
ستاسو د برګر قيصه خرابه ده
کيناسته مرغي چه د بجلي په تار
غره کښي د نښتر قيصه خرابه ده
اوس خو په محنت هم د چا نه کيږي
اوس خو سراسر قيصه خرابه ده
کور سره ئي ګنړ غوندي کسان وينم
ښکاري د منظر قيصه خرابه ده

No comments:
Post a Comment