زه کله د الفت د عظمتونو نه منکر وم
زه کله د خایست د کمالونو نه منکر وم
زما په برخه کله لیواني غمونه نه وو
زما په لمن کله د تهمت داغونه نه وو
زه کله باغي نه وومه،خودسره میئن نه وم
زه کله زما ګرانه،د زړه سره میئن نه وم
زه تل د محبت د عظمتونو ثناخوان یم
زه ټول عمر په دې ګناه د ژبې اویزان یم
زه اوس هم د سپرلي د راښکالو نغمه کوومه
زه اوس هم زندګي د محبت په تار تړمه
خو دا څه اوشو چې داسې یریدلې يی اوتر يې
ما هم یروول غواړې، لیوانې يې زوره ور يې
زه څه اوکم، ستا اومنم، د ژوند نه لاس په سر شم
د مینې نه توبه اوکم، د مینې نه منکر شم
نه نه، زما نه نه کیږي، دا نه کیږي، دا نه شي
زما لمن دې چرې په دروغو پاکه نه شي
زما زړه دې همیش د محبت په ګناه تور وي
زما په نوم دې دغسې یو زر الزامه نور وي
ته ځه ورځه چې تا ته پکښې پیښه نوره نه شي
زما په الزامونو دې لمنه توره نه شي
زما مینه خودسره ده ،باغي ده، تاواني ده
زما ژوند لا تر دې ورځي بیللې جواري ده

No comments:
Post a Comment