غزل
غم په مخه کړی یمه ورکي رانه چاري دي
درد دبیلتانه ځپلي هيلي مي بیماري دي
زغم یې نشي تاب د دومره درد نه لرم څه وکړم؟
وژني مي په ما د چا دیاد څه درانه واري دي
خم شومۀ په ملا باندي د زړۀ له زوره ولویدم
ډيري اندیښنې مي د زړګي په اوږو باري دي
ډیره موده وشوه چي د میني رنځ نیولی یم
أوښکو مي ګریوان ته کړي لاري لاري لاري دي
سرې لکه د وینو دي شبګیر وهلي سترګي مي
تاپسې جانانه تږې شوي دي خـماري دي
نه لیکم خو ولیکم درمل عرفان د زړۀ کلام
ستا د هجر څړیکي زور وري دي بې ساري دي

No comments:
Post a Comment