Tuesday, February 7, 2023

poshto best poetry


 لږ بد را سره وکړه رب ده پاره لږ به خه شم

دا زړه که مې لږ تور شي درنه یاره لږ به خه شم


په دې خيال مې څادر په اوږه واچاوه روان شوم

ما وې چې زه به لاړ شم ستا د ښاره لږ به خه شم


د ژوند اخري ساه چې ستا تر غېږې پورې در وړم

که بیامی مونده دومره قدرې لاره لږ به خه شم


بس لږ راته را وګوره بس لږ راته مسکې شاه 

دا ژوند به مې لږ تېر شي په قلاره لږ به خه شم 


په مخ چې دې را پرېوتې په زړه مې تياره راغله 

اوچتې دې کړه زلفې له رخسار لږ به خه شم



Monday, February 6, 2023

poshto best gazal


 غزل


دمئينتوب درد چي دزړۀ ستره دنیا واخلي

لکه بې روحه جسد څنګه سړی سا واخلي


وران په یادونو زړګی تاب د څړیکو کله لري

اکثر یې درد د بیلتون ډیر بې انتها واخلي


یادي په ژوند کي یو او بل ته سره ورسیږو

یادي خـالق له دې دنیا نه ما او تا وا خلي


دغـمو کچه چي لږ زیاته شي نو حد وکړي

له سړي ټولي خوشحالي واخلي مسکا واخلي


ښه نو دمیني درد به څـنګه سړی مات نکړي

لکه دغرونو غوندي وزن چي په شا واخلي


درمـل عرفانه چي مي قسمت ته وګورم

هسي بې واره مي سلګي واخلي ژړا واخلي



Sunday, February 5, 2023

poshto gazal


 غزل 
.
دومره چې ويره  له الزامه کوې ، مه يې کوه 
که يارانه د دی سرسامه   کوې  مه  يې کوه 
.
شيرينه مينه او اخلاص پکښې بيخي نيشته دې 
که  سلامونه   له   ناکامه   کوې ،  مه يې کوه .
.
ما څوک ليدلي دي پۀ ما راوريدلي دې کېف
تۀ که احسان راباندي جامه  ، کوې مه يې کوه
.
زۀ درنه مات زړۀ ، پۀ نمژنو سترګو راغلم بېرته 
تۀ اشارې  که اوس  له  بامه   کوې ، مه يې کوه 
.
زة د مستي له بامه  ولويدمه  نشم  درتلي
ته به ښېرې راته ماښامه کوې ، مه يې کوه 
.
قاسمه هغه بۀ رښتيا درباندې داؤ کړي خولګي 
تۀ به ګېلې هسې له خامه کوې ،  مه يې کوه 
.

poshto gazal


غزل 


د خوښۍ وخت کې وو ملګرو مې ملتیا کوله 

چې بده ورځ شوه هر سړي تیښته له ما کوله 


بده دا نه وه چې تیارو کې خلکو  ژوند   کولو 

بده  خو دا  وه     دښمني یې د  رڼا  کوله 


له دوکانداره به مې هسې تپوس وکړو د اوړو

خالي جیبونو  باندې کله چا سودا کوله 


هیره له ما شوه حافظه مې نن سبا ښه نده 

کومه خبره دې اشنا راته        د چا کوله 


دیدار د غم په سمندر کې ډوپ شو لاړو مړ شو

چا لاس ورنکړو  تماشه یې بس  دنیا  کوله

Saturday, February 4, 2023

poshto best gazal


 بیــلتونه بیـــا دی تنـــها کـــړی یمه 

له خوږ جانان دی جــدا کــــړی یمه 


بیلتونه لوی واړه مــی پیــــژنی اوس 

کلی کــی ســـم دی رســـوا کړی یـمــه 


بیلــــتونه زور نـــه دی خبــر نه ومـــه 

اوس دی هـــر وخـــت پـه ژړا کړی یمه 


نـــور می نـــو څـــمــره دردوی ظالمــه

تا خــــو پـــــه زړه نور زخمی کړی یمه 


تر نیمی شپی پوری سوچو کی ورک یم 

قســـــم دی ډیـــــــر دی زورولـــی یــمـه 


ده ارمــانـــونـــــو ډک زړګــی مــی راوړو 

لــحـــده ســتـــا تــــرڅنــګ راغــــلی یـــمـه 


توحید ځــــوانـی کی پاڼی پاڼی  شـوم نور 

ده للمــی ګـــــــل خــــزان   وهــــلی یمه

Thursday, February 2, 2023

poshto gazal


 د غـــــــزل مې یو عــــنوان وو اوس څه نشته
سوئ ژوند کښې مې جانان وو اوس څه نشته

عاشــــــقۍ کښې هــــر یو ګام وو نفع بخش
نه څـــه سـود نـــــه تاوان وو اوس څه نشته

د وصــــــال د زوره مــخ په وړانـــــدې تلــمه
نــــه څه فــــکر د هجـــران وو اوس څه نشته

نه ده وچے ســــوکړې ویــــره وه په زړه کښې
په شیبـــو شیــــبو بــاران وو اوس څه نشته

ارض و عرش مې په دامن کښې راټول شوې
ځمــــا غـــــیږه کښې جهان وو اوس څه نشته

هــــــر یو ګــــل چي نن تــــالا ترغه خکاریږې
خــــــه زرغون به ګلستان وو اوس څه نشته

poshto best gazal

 

غزل 

ــــــــــــ

لکه شوى په کچه کـور چې باران يم

په خپل کړي محبت باندې پښيمان يم


د دېوال تر شا قيصې په دېوال ليکم

خپل عادت څنګه بدل کړمه حيران يم؟


په بڼو پرېوتى ګــرد راته اوړه ښکاري

د يو وخت د رزق دومره په ارمان يم


د سـفر په لور ځــنګل د منــزل رېبــم

خپلې پښې مې په شا کړي دي روان يم


غــره! مات به شې ډغـر راسره مه وهه

زه په درد کې رالوى شوى يم افغان يم


 خپل احساس مې قاتل شوى دى باقره!

ژوند به څنګه تېرومــه، پريشان يم ؟